انجمن افغانها در سویدن | په سویدن کی دافغانانو ټولنه | Afghanska Föreningen i Sverige

Allmänt

dosti ke ta madare !!!


دوستی که تا نداره

با یه شکلات شروع شد 
.من یه شکلات گذاشتم توی دستش..اونم یه شکلات گذاشت توی دستم 
.من بچه بودم…اونم بچه بود 
.سرمو بالا کردم ..سرشو بالا کرد

دید که منو میشناسه.خندیدم گفت: دوستیم؟ 
گفتم: دوست دوست

گفت: تا کجا؟ 

!گفتم: دوستی که تا نداره 

!گفت :تا مرگ 
!خندیدم و گفتم: تا نداره 
گفت: باشه! تا پس از مرگ 
!گفتم: نه! تا نداره 
گفت: قبول! تا اونجاییکه همه دوباره زنده میشن..یعنی تا زندگی بعد از مرگ باز هم با هم دوستیم..تا بهشت..تا جهنم..تا هر جا که باشه من و تو با هم دوستیم

خندیدم . گفتم: تو براش تا هر کجا که دلت میخواد یه تا بذار! اصلا یه تا بکش از سر این دنیا تا اون دنیا! اما من اصلا تا نمیذارم!

دوستی تا نداره !
نگام کرد..نگاش کردم. باور نمیکرد.. 
میدونستم… اون میخواست حتما دوستیمون تا داشته باشه. دوستی بدون تا رو نمیفهمید

.گفت :بیا برای دوستیمون یه نشونه بذاریم 
.گفتم: باشه. تو بذار 
گفت: شکلات! هر بار که همدیگر رو می بینیم یه شکلات مال تو ..یکی مال من! باشه؟ 
!گفتم: باشه 
هر بار یه شکلات میذاشتم توی دستش اونم یه شکلات توی دست من. باز همدیگه رو نگاه میکردیم..یعنی که دوستیم! دوست دوست 
من تندی شکلاتم رو باز میکردم و میذاشتم توی دهنم و تند تند اونو میخوردم. 
میگفت ای شکمو! تو دوست شکمویی هستی! و شکلاتش رو میذاشت توی صندوق کوچولوی قشنگ. 
میگفتم بخورش! میگفت نه! تموم میشه!میخوام تموم نشه! میخوام برای همیشه بمونه. 
صندوقش پر از شکلات شده بود و هیچ کدومش رو نمیخورد.من همش رو خورده بودم. گفتم اگه یه روز شکلاتهاتو مورچه ها بخورن یا کرمها..اون وقت چی کار میکنی؟ گفت مواظبشون هستم. میگفت میخوام نگهشون دارم تا موقعیکه دوست هستیم…و من شکلات و میذاشتم توی دهنم و میگفتم نه! نه! تا نداره!! دوستی که تا نداره! 

یه سال..دو سال..چهار سال..هفت سال…ده سال..بیست سال…شده که گذشته. 
حالا اون بزرگ شده و منم بزرگ شدم. من همه ی شکلاتهای خودم و خوردم..اون اما همه ی شکلاتهاشو نگه داشته. 
حالا اومده امشب که خدافظی کنه. میخواد بره.. بره اون دور دورا…میگه میرم اما زود برمیگردم! من میدونم ..میره و برنمیگرده… 
یادش رفت شکلات رو به من بده. من اما یادم نرفت. یه شکلات گذاشتم کف دستش گفتم این برای خوردن..یه شکلاتم گذاشتم کف اون دستش گفتم اینم آخرین شکلات برای صندوق کوچولوت! یادش رفته بود که صندوقی داره برای شکلاتهاش! هر دو تا رو خورد! خندیدم.. 
میدونستم دوستی من تا نداره… 
میدونستم دوستی اون تا داره.. مثل همیشه! 
خوب شد همه ی شکلاتهام رو خورده ام …اما اون هیچکدومش رو نخورد..


JUnaid

مُشک خُتن

یکنفر از مُلک خارج رفته بود اندر وطن

                   که  به  اُمید  خدا  گیرد  برای خویش زن

قصه  کوتاه  دختری   پیدا نمود  مانند  مأه

                  که به  زیبایی به  ازماه  وبتن  مُشک ختن

کرد عروسی  که مثالش هیچکس  آنجا ندید

               دُهل  و سرُنا  یکطرف  همراه  با ساز واتن

چون عروسی شد تمام و جانب حجره شدند

              ساعتی  بنشستند  آن  هردو  بهم  گفتند  سخن

گفت عروس که موی تان بسیارجانیم دلکش است

             مرد بخندید وبگفت که ساخته گیست ای جان من

دست برد آن مرد ناگه جانب لب های خویش

               کرد  بیرون  سیت دندان های خودرا از دهن

دُخترک   بیرون  پرید  وگفت  مادر  جان  بیا

              شوهرم  دیوانه  گشته  چار هء  کن  بهر  من

               هیچ  چیز  سالم  نماند  اندر  سر  و پا  وبدن

مادرش گفت که (Junaid) از روز اول گفته بود

             که  نیند ا زید  دُختر  را  به  این  چاه    لجن

4 bayti

چهار بیتی ها

پشتونیم و تاجیکیم و اُزبک وبلوچ

یا ترکمن وهزاره ییم در یک کوچ

ما هموطنیم و زاده در یک خاکیم

هر چند که داده اند بزور مارا کوچ

*

هر چند بُت بامیان  فرو پاشیده

از کینه و از جهل عدو  پاشیده

گرخصم کند فکر که تاریخ نماند

بر فرق  پدر کلان  خود  شاشیده

*

پاریس به صفاٌی کاه فروشی نرسد

لندن به مزارو شهر دوشی نرسد

قربان  خرابات  که گردیده خراب

هر کس که خراب کرد بخوشی نرسد

*

حُب  وطن  است  زحُب  مادر والا

در  راه   وطن  اگر  رود  سر  والا

سوزند و یا کُشند دراین راه نیک است

ایستاده  شویم   بروز  محشر   والا

*

فرقی   نبوٌد   میان   کابل  و  مزار

هرکُنج وطن بوٌٍد  بما  خاک  و دیار

از عشق  وطن  سینه  بوٌد آتش  نار

گر در  وطنیم  و یا که  گردیده  فرار

*

قلبم  چو  تپش  کند  بگوید کابل

سینه  چو  خلش  کند بگوید کابل

هرقطره خون که دررگ ماجاریست

وقتی که  جهش کند   بگوید  گابل

*

کابل و مزا ر و قندهار   و  هرات

غزنی است ویاخوست ویا شهر کلات

لغمان  وکُنر و ننگرها ر و  غورات

برما چو بهشت است وچون آب حیات

*

هر  چند   ز  دامان  وطن  دور  شُدیم

بر  ترک  وطن  به ظُلم  مجبور  شُدیم

چون   دید   عدو   بکام  دل  راه  نیافت

بر  دیده  او  چو   زخم   ناسور   شُدیم

*

هر چند  وطن  بخاک  یکسان   گشته

آثار   کهن   ز  ریشه  ویران   گشته

داریم   اُمید  که  دشمن    ملت   ما

بینیم  که  گدا  به  لقمه  نان  گشته

د سویډڼ پولیس وایې چې پینځه تنه افغان

د سویډڼ پولیس وایې چې پینځه تنه افغان ځوانان یې د سفسجو له جنوبي ولایت څخه په داسي حال کې له یوه ځنګل څخه وموندل چې د انسانانو د قاچاقونکو له لوري دغه هیواد ته انتقالیدل.

د سویډن راډیو خبر ورکړ چې د دغې پینځه کسیزې ډلي مشر غړی د اتلسو کلونو او کوچنی هغه یې د ۱۴ کالو دی  .

ویل کیږي چې دغه افغانان دې ته منتظر ول چې د کرسمس د مراسموڅخه په ګټي اخیستني د سویډن یوې بلي برخې ته ځانونه ورسوي.

له نیول شویو افغانانو سره هیڅ راز قانوني اسناد شتون نه لري او دمګړۍ د پولیسو په بند کې دي

له بېنوا ویب پاڼې څخه په مننې

www.benawa.com.

 

BBC PASHTO RAPORT OM FLYKTINGER

BBC:PASHTO RAPORT OM AFGHANER FLYKTINGER

 

http://www.bbc.co.uk/mediaselector/check/pashto/meta/dps/2009/04/090417_listeners16042009?size=au&bgc=003399&lang=ps&nbram=1&nbwm=1&bbram=1&bbwm=1

Pamir Restaurang

 Afghanskt, thailändskt och persiskt kök

Adress:

Södra Förstadsgatan 92
(mellan Smedjegatan och Fiskargummans Torg vid Möllevången)

Malmö   Sweden

Telefon:

040-96 21 00

Öppettider:

Vardagar 11.30 – 21.00
Helger 13.00 -21-00

 mer info—>>> http://pamirrestaurang.com

د ټولو مشکلاتو سره سره بیا هم هیله مندي شته

یو افغان پناغوښتونکی (اسدالله حیدري) وروسته تر ۵ کالو تیره پنج شنبه دایمې ویزه تر لاسه کړه نوموړي له هغو کسانو ځخه وه جې یوه کلنه ویزه ئې لرله او وروسته ئې د سویډن څخه د وتو امر صادر شو نوموړی تیر کال کابو ۲ میاشتې په بند کې وه او د بیرته د لیږلو تبیه ئې نیول شوي وه خو د څنو دفاعې ادارو له خوا ازاد او په د وروستیو کې د کډوالو ادارې له خوا قبول او دایمي ویزه ورکړل شوه نوموړی دم ګړۍ په مالمو کې ژوند کوي او پاتې د نوي چې  ښاغلی حیدري  په غزني کې د جغورۍ ولسوالۍ دی

سپرلیه چې راځــــې!!

 
سپرلیه چې راځــــې!!!
 سپرلیه چې راځــــــې  لږ خندا در سره راوړه
 ړنګ وېجاړ وطن ته مو ښکلا در سره راوړه

بیا زرغون  ګــــــــلونه د نرګسو او  ریدي کړه
شنه مو چمنونه په سنبلــــــــو او  شیندي کړه
 ګډه په وږمو کې د لونګـــــــــو خوشبويي کړه
سره او زیړ ګلـــــــــــــونه د لالا در سره راوړه
ړنګ وېجاړ وطـــن ته مو ښکلا در سره راوړه

ګلاب مو شهـــزاده دی  چاپېره ترې چمبیل کړه
بابری له نازه زانګي ملګـــــــری ئې رمبیل کړه
څاڅکــــــی د شبنم دی هله جوړ ترینه امیل کړه
هره خوا رنګینه کـــــــــــــــړه  ادا درسره راوړه
ړنګ وېجاړ وطــــن ته مو ښکلا در سره راوړه

شنې په لوړو غرونوکــــــــې ونې د کرکڼې کړه
یو خوا ته سنځلــــــــې کړه بلخوا ته مماڼې کړه
بره په اسمان کې لښکرې سپینــــــــې زاڼې کړه
 هر څه مینه مینه کــــــــــــــړه وفا درسره راوړه
ړنګ وېجاړ وطــــن ته مو ښکلا در سره راوړه

بیا خوارې وارې څانګې ځوانې د نښــــــترو کړه
ډکې بیا د خوا په شان څانګې د ګورګــــورو کړه
دا په خوب ویده زړونه ویښ په څو سـندرو کړه
دا ځلې شپیــــــــــــــلۍ ،رباب ،دریا درسره راوړه
ړنګ وېجاړ وطــــــن ته مو ښکلا در سره راوړه

تور بورا زارۍ کـــــوي موړ ئې سږ په ګلو کړه
ګل ترینه خزان وهي ،خلاص ئې له وهلـــو کړه
لږ د ښکلــــــو خیال ساته تبع د بلبلـــــــــو کړه
پرېږده چې لږ ومُسکي ،مسکــــا در سره راوړه
ړنګ وېجاړ وطــــن ته مو ښکلا در سره راوړه

زرکـــــــې مرورې دي ،خاندي نه خواږه ورکړه
څالې ترېنه ورکې دي ځای ورته په زړه ورکړه
ښکــــــاري تږي شوي دي یوه لپه اوبه ورکړه
واړه مــــــــــــــرور زړونه پخلا در سره راوړه
ړنګ وېجاړ وطــن ته مو ښکلا در سره راوړه

 سپرلیه چې راځــــــې  لږ خندا در سره راوړه
 ړنګ وېجاړ وطن ته مو ښکلا در سره راوړه

په مینه «ځدراڼ»
۲۰۰۹/۳/۱۹

Ashraf Nazar

Ashraf Nazar från Afghanistan och bor i Eskilstuna. Han har börjat sjunga rapp musik, de har egen studio och de tjänar bra. De brukar ha live konserter på många fester. Läs artikel !

 

http://www.ekuriren.se/ekuriren/standard_artikel.php?id=812482&avdelning_1=109&avdelning_2=129&t=1123633393

څو ګیلې او غوښتنې

 

**

ستاسو خواږو خواږو خبرو نه ځار
خواږې غزلـــې څومره ښې لګیږي
چې مو د مینې په سلام ولمانځې
د یار منګلې ځومره ښې لګیږي
په نرمه ژبه او په سرو لبانو
ګيلې منلې ځومره ښې لګیږي
تورو بابریو کې په زیړ مازدیګر
دا زیړې ګلې څومره ښې لګیږي    
       *******
خو زما کیسې زما خبرې بیلې
ستاسو محفل چې رنګ الوتی نه کړم
زما د ځان سره همزولی غم مې
تر تاسو تاو لکه پیروتی نه کړم
زما مرۍ ده د غمونو شپیلۍ
د رباب ترنګ پکې کیوتی نه کړم
زه په ژاړه لکه یتیم عدت یم
په اوښکو لوند د مخ پوستکۍ نه کړم
      ********
منم چې زه هم په ګلو سوری یم
ما د وطن زخمي پیغام راوړی
ما د شرابو نېشه نه زنګوي
ما د یتیم د اوښکو جام راوړی
زه د نیستیو ړوند سحر نه راغلم
د رڼا ښار ته مې ماښام راوړی
     *******
لږ به مې زړه درته لمبه لمبه کړم
سوي خبرې له ګوګله کوم
پریږده قنداره چې د و چیړمه
درته خبرې له زابله کوم
د خوست په وینو سور تصویره قربان
د جنګ خبرې  له ګومله کوم
پریږده ګریوان چې تر لمن وځیرم
د مرګ خبرې له کابله کوم
اوښکې مې ګورئ لباسي و نه شمیرۍ
درته ژاړه د زړه له تله کوم
   ********
دلته واړه په لوبو نه دي بلد
دلته کوڅې بدلې رنګ بدل دی
دلته ځوانان له ډاره کوړک راوان دي
دلته دُښمن بدل دی جنګ بدل دی
دلته شهید او غازي نه دی معلوم
دلته مغُل بدل اورنګ بدل دی
دلته خُمار نشته مرګونه ډیر دي
دلته چیلم بدل دی بنګ بدل دی
    ***********
زما د مرګ نښې ښکاره دي پکې
زما په ورور باندې ګُلۍ وریږي
زمونږ د کلي هدیره ډکه شوه
په خوار غریب باندې ګُلۍ وریږي
زمونږ د کلي نه خانده ورکه شوه
په شرنګ او شرونګ باندې ګُلۍ وریږي
د خدای(ج) کتاب پکې لمبه لمبه شي
د خدای(ج) په کور باندې ګُلۍ وریږي
       ********
مونږه ډولۍ په مټو نه شو راوړی
طیارې را پاځي په مونږ بم غورځوي
مونږ د شهید مزار ته نه شو ورتلی
دُښمن اورونه دم په دم غورځوي
مونږه غنم شفتالې نه شو ریبی
راباندې زهرو غوندې نم غورځوي
د غم تبۍ یې خدایه کوزې مه کړې
زمونږ په منځ کې چې څوک غم غورځوي
    **********
د پاکې خاورې ته پلیط لاسونه
د هرې خوانه غځیدلي ګورم
د پلار نیکه په غیرت هسکه شمله
خاورو ایرو کې غورځیدلي ګورم
چې پرې نومونه د غازیانو لیک وؤ
هغه برجونه پرځیدلي ګورم
چې به یې سترګې د تاریخ کړې خواږې
زرینې پاڼې سواځیدلي ګورم
        ********
چې به د غرو سره په جنګ وؤ مُدام
هغه سرونه شول تر خاورو لاندې
چې د غلیم به ترینه کرکه راتله
جیګ صورتونه شول تر خاورو لاندې
د کاڼو کرښې به پستې وې ترینه
هغه لفظونه شول تر خاورو لاندې
چې په یوه ټال تر ډهیلي راسیدل
هغه خیالونه شول تر خاورو لاندې
     **************
خاونده نور ځه درنه نه غواړمه
راته تقوا او ټینګ ایمان راکړه
چې هر غلیم ورڅخه ویره  وکړي
داسې ماشوم او داسې ځوان راکړه
چې د باروتو لوګي نه وي پکې
 یوه پاکه ځمکه پاک اسمان راکړه
دا ځان ځاني به مو تر څو کړاوي
په اتفاق قوم د افغان راکړه
        **********
د شپې او وراځې بدلونکیه خدایه
زمونږه حال هم لږ بدل کړه کنه
د زور ځواکانو ماڼۍ و نړوه
بیړۍ یې ډوبه د اجل کړه کنه
په هر قدم کې مو اغزي راشنه دي
راباندې فتحه د مورچل کړه کنه
درته یو سوال په اجیزۍ کومه
سپڅلی بیا زما کابل کړه کنه
     *******
« ځدراڼ»