انجمن افغانها در سویدن | په سویدن کی دافغانانو ټولنه | Afghanska Föreningen i Sverige

Blog

Allmänt

د سویډن د بهرنیوچارو وزیرکابل ته ورسېد

   
       
 
 
 

د سویډن د بهرنیوچارو وزیرچې هیواد یې د اروپايی اتحادیې مشري په غاړه لري .

د سویډن حکومت د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د بهرنیوچارو وزیرچې د اروپايي اتحادیې مشري هم په غاړه لري ،افغانستان ته په دوه ورځني سفر لاړ څو د دې سفرپه ترڅ کې  د ولسمشرحامدکرزي په شمول له بېلابېلوچارواکو اونړیوالومقاماتو سره وویني .

 

د سویډن د باندنیوچارو وزیرکارل بیلت(Carl
Bildt )به له ولسمشرکرزي ، خارجه وزیرسپنتا اوپه افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره نن خبرې وکړي .

 

ښاغلي بیلت په خپل ویبلاګ کې لیکلي چې د یکشنبې په ماښام به افغانستان ته ورسېږي .

 

عموماً بهرنیان اودغه راز افغان چارواکي د امنیتي ملحوظاتو له کبله افغانستان ته خپل سفریا له دې هیواده د وتلو وخت مخکې ترمخکې نه اعلانوي .

 

بیلت په خپل ویبلاګ کې همداراز کښلي : اوس چې په افغانستان کې د انتخاباتو پایلې اعلانېږي ایا په افغانستان کې مشروعیت لري اودغه راز ایا دا انتخابات او د هغو نتیجې په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته کولی شي اوکنه .

 

بیلت همداراز لیکلي چې دی به ممکن د افغانستان د سفر په باب خپلو اروپايي سارو(دبهرنیوچارو وزیرانو) ته د جمعې اوشنبې په ورځود ستوکهلم د غونډې په ترڅ

Lämna ett svar