انجمن افغانها در سویدن | په سویدن کی دافغانانو ټولنه | Afghanska Föreningen i Sverige

Blog

درمورد پناهجويان افغان

د افغانستان ولسمشر ته يو ليک

ښاغلي اولس مشر ته په خپله ټوله پښتنه مینه سلامونه او نیکې پیروزینې ښاغلیه! پوهیږم چې زما لیک به تر تاسو نه رسیږي خو بیا هم غواړم چې خپلې او زماپه څیر سلګونو نورو هغو افغانانو کوم چې کالونه کالونه يې د وطن نه لرې په ډیرو سختو تکلیفونو کې شپې ورځې تیرې کړي څو مسافرانه ګیلې ولیکم

دا افغانان چې په ملک کې د نخوالو او بې روزګرئ له امله يې خپل مور پلار ښځې او ماشومان پریښي او د څو میاشتو مزلونو ، په ځان باندې د هر رنګ ربړو تیرولو او د سر او مال په زیان ګللو يې ځانونه اروپایي ملکونو ته راسولي د مرګ له ویرې نه دي را تښي او نه یې هم د کوم ځنګړي هوسونو له کبله کلي کورونه پریښي بلکه ډیرې بېوزلئ دې ته اړ کړي چې څو روپۍ په پور کړي او په دې خطرناکو لارو د مزل کولو ملاوې وتړي او کوم اروپایي ملک ته پناه یوسي تر څو خپلو کورانیو ته د خپل لاس په تڼاکو دخوراک ، ځښاک یا په بله معنی د لږ ارامه ژوند تیرولو خواښي ور په برخه کړي خو د بده مرغه اوس دې ملکونو په خاصه توګه د سویډن حکومت د دغو افغانانو د ایستلو هوډ کړی او څو تنه يې په جبر په داسې حال کې بیرته افغانستان ته لیږلي چې څو ورڅې یې ډوډی نه وه خواړلي او په سخته نروغی اخته وؤ او یوه جوړه د تن جامې یې په غاړه وې او نور هر څه ورنه پاتې شول او په سلګونو نور لا په زندان کې او یا هم په پټه خپلې تیارې راتلونکي ته ورځې شمیري چې بیا هم د بده مرغه دا زمینه ورته افغان چارواکو مسايده کړي ده . څو میاشتې مخکې د افغان ـ کډوالو وزیر د همدې افغانانو د بیرته ملک ته د لیږلو تړون په دې شرط لاسلیک کړ چې سویډن حکومت به د کډوالو چارو وزارت ته په سونه زره ډلر ورکوي او سويډن به افغانان اوباسي او د کډوالو وزارت به پټه خوله پاتېکیږي چې دا کار مونږ ټولو ته یو بد زیری وؤ هغه قرارداد چې تر دریو میاشتو ئې عتبار لره ۳ ورځې وړاندې د می د میاشتې په لومړی پای ته ورسیده خو ګنګوسې داسې دي چې د کډوالو چارو وزارت یو ځل بیا دا قراردار لاسلیک کوي چې که چېرې رښتیا داسې وشي د سویډن چارواکو ته به یو وار بیا د دې موقع په لاس ورکړی شي چې افغانان په زور بیرته افغانستان ته ولیږي او د نه لاسلیک کیدو په صورت کې به افغان کډوال دلته د پاتې کیدو ډیرچانس ولري نو اوس د ستاسو جناب څخه دا هیله لرو چې د دغو بد بخته افغانانو چې هره ثانیه یې د نیوالو او بیرته لیږلو ویره شته په هکله د سویډن حکومت سره په خبرو شی او دا دې جبر لیږلو ته د پای ټکی کیږدی او هم د کډوالو چارو او بهرانیو چارو وزارتونو ته د قرارداد د نه لاسلیک کولو لرښونه وکړی مونږ بله چاره نه لرو تاسو کولی شی چې دمونږ او زمونږ کورانۍ چې مونږ یې د پالنې او همکاری مسولیت په غاړه لرو راتلونکي وټاکی. پاتې د نوي چې په سویډن کې د دغو افغانانو خواخوږي ښاغلي نسیم سحر د پورته یادشویو وزارتونو مسؤلینو سره په همدې اړه لیدنې لرلې چې د نوموړي سره ئې د همکاری ژمنې کړي وې د یادولو وړ ده چې خپل وطن راته ډیر ګران دی او مینه به يې تل په زړه کې ساتم او په ټوله دونیا به یې یو موټی خاوره ور نکړم الله دې زمونږ ګران افغانستان ته پوره او ډاډمن امنیت راولي چې ټول خواره واره افغانان په خپله خواښه او لیولتیا سره په خپل ټاټوبي را ټول او د کار او بار لارې چارې ورته برابرې شي آمین یا الرب العالمین سر لوړی دې وي سرلوړی افغانستان په ډیر درانښت

 

 

« ځــــــــدراڼ » سویډن :

۲۰۰۹/۴/۳

Lämna ett svar