انجمن افغانها در سویدن | په سویدن کی دافغانانو ټولنه | Afghanska Föreningen i Sverige

Blog

وضعيت افغانستان

افغان ژورنالیست وارث خان ګواښل شوی

د افغانستان دننه دښمنیو ، نا آرامیو ، تربګنيو ، بدبیني او تعصبونو دومره خپله لمنه پراخه کړې چې د اقتصاد ، سوداګرۍ او پوخي ـ سیاسي برخې نه علاوه د افغانستان د فرهنګ او په تېره بیا د ژورنالیزم د برخې کارکوونکي هم دننه په افغانستان او هم له هیواد نه دباندې ځینې افغانان له ګواښ ، تهدید او ویرې سره مخامخ کوي .وارث خان دولتزی هم یو له همدغو ژورنالیستانو حخه دی چې په همدې نږدې وختونو کې د څو څو ځلو لپاره تهدید شوی .نوموړی د ننګرهار ولایت د چپرهار د ولسوالۍ اوسېدونکی او د دولتزیو د کلي د یوې منورې کورنۍ بچی دی

 

.وارث خان د یو غوره ځلمي په توګه په پرله پسې توګه د خیبر له ټلویزیون سره د ژورنالیست او خبریال په توګه کارکړی .په دغه ټلویزیون کې د وارث خان ډېر غوره راپورونه ، مرکې او ګذارشونه خپاره شوي . دغه راز وارث خان د ژوندون په تلویزیون کې هم په پرله پسې توګه همکاري کړې او له دې ټلویزیون څخه یې هم کله نا کله داسې مطالب خپاره شوي چې د خلکو لپاره ډېر په زړه پورې و، . د یو خبر له مخې وارث خان دولتزی په دې ورخو کې د یو شمېر نامعلومو وسله والو ډلو لخوا ګواښل شوی چې یابه له خپل ژورنالیستیک کار څخه لاس اخلي او یا به د مرګ خطره مني .هغه وایي(( دا په دولت کې زورواکان او له دولت نه د باندې هغه عناصر دي چې د سړي وژنې له لارې ژوند کوي او ما یې په خپلو راپورونو کې اصلي څېرې بربندي کړي . .دا جنګسالاران چې د کرزي د دولت تول امنیتي ارګانونه یې خپل کړي ، د افغان رښتینو ژورنالیستانو زغم نه لري . )) د نوموړي کورنۍ د هغه د ژوند لپاره د دغه شان خطر له امله ،ډېر پریشانه دي ، ځکه دا کومه مالومداره او ادرس لرونکې ډله نه ده چې موږ د وارث خان د ژوند لپاره خطره ترې لرې کړو .سړي وژونکي په یوه مناسبه لحظه کې خپل کار کوي

 

 wariskhan_habibi@hotmail.com

Lämna ett svar