د الحاج ډگروال محمد عالم عالمی لخوا
انا الله و انا الیه راجعون
د مړینی خبرتیا:
ښاغلو مسلمانانو ورونو السلام علیکم و رحمته الله!
تاسی ته هم معلومه ده چه مرگ د الله(ج) عدل او مساوات دی چه په خپلو بندگانو یی پلی کوی او په قرآن کریم ئی فرمایلی دی: ”کل نفس ذائقته الموت”د همدا اصل پر بنیاد زما دخدای بښلی مور ددی فانی نړی د کاروان څخه جدا او د ابدی ژوند کاروان ته تشریف یوړاو خپل ځان یی حق ته تسلیم کړ.د تاسو د افغانانو او نورو مسلمانانو وروڼو د دعا په هیله!
نوټ: د جنازی او فاتحی نیټه وروسته اعلانیږی.
د تسلیت پیام:
په سویدن کی دافغانانو ټولنه ، ارواښادی د الحاج ډگروال محمد عالم عالمی مورته د خدای له درباره ورته د برين د جنت غوښتنه او استدعا کوي، او محترم الحاج ډگروال محمد عالم عالمی , کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته يې د زړه صبر او عظيم اجرغواړی.