انجمن افغانها در سویدن | په سویدن کی دافغانانو ټولنه | Afghanska Föreningen i Sverige

Blog

Aktuell

د فاتحې اعلان

د فاتحې خبرتیا د نارينه لپاره

انالله و انا الیه راجعون

مرحوم نواب خان- پلار؛ مرحوم منګل خان، وزیر خان او مرحوم برات خان- ورونه؛ ډګروال ذبیح الله انیل شیرزاد، پیلوټ عتیق الله شیرزاد، مرحوم انجنيرشفيق الله شیرزاد، حاجی حفیظ الله منصور شیرزاد، نقيب الله شيرزاد او رفیع الله شیرزاد- ځامن؛ ډګروال نورالله، شفيق الله شیرزاد، معتبر درانی او احسان الله صمیم- ځومان؛ مسیح الله هیواد، عرفان الله سمسور شیرزاد- لمسيان؛د ارواښاد متقاعد ډګروال الحاج سید هاشم شیرزاد چی په 2021-07-11 د یکشنبې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له عمله خپل روح تل پاتې مالک ته وسپارل، جنازه او تدفین یی په هماغه ورځ کابل ښار کی ترسره شو، د فاتحې مراسم يى د افغانانو مسجد د روګسويد په ساحه د استاکلهم په ښار کی اخستل کیږي. ټول دوستان دی خبر وي.

وخت: شنبه 7 آګست (2021-08-07) د 13:30 – تر 15:30

ځاى: د افغانانو جومات روګسويد

د اړیکو شمیره : نقیب شيرزاد 0708268269

د تسلیت پیام:

په سویدن کی دافغانانو ټولنه د ارواښاد  متقاعد ډګروال الحاج سید هاشم شیرزاد د نقیب الله شیرزاد پلار ته  د خدای له درباره ورته د برين د جنت غوښتنه او استدعا کوي، او محترم نقیب الله شیرزاد او د مرحوم شیرزاد پاتی شوی کورنۍ غړی ته ، خپلوانو او دوستانو ته يې د زړه صبر او عظيم اجرغواړی.

Lämna ett svar